کورپاڼه / جالب / یوې میرمنې په تېروتنې سره د میلونونو ډالرو ټیکټ له جامو سره وینځلی

یوې میرمنې په تېروتنې سره د میلونونو ډالرو ټیکټ له جامو سره وینځلی

یوې وړې تېروتنې یوه امریکایي میرمنه له میلونونو ډالرو محرومه کړه. که چېرته دغې میرمنې له جامو سره د لاټرۍ ټیکټ نه و وینځلس نو اوس به یې ۲.۷ میلونه ډالر لرل.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې کله ښځې ته د خپلې تېروتنې احساس وشو نو سمدستي یې له اړوند ادارې سره اړیکه ونېوه او ټوله کیسه یې ورته واوروله.

د لاټرۍ ادارې له جایزې ورکولو انکار وکړ او ویې ویل چې پرته له ټیکټه جایزه نه شي ورکولی. خو کله چې میرمنې ورته قسمونه وکړل نو یاده هم راضي شوه او ټول ریکارډونه یې وکتل.

د میرمنې د ادعا له مخې ویل کېږي چې ټیکټ یې ورڅخه د پتلون په جیب کې پاتې شوی و، چې بیا د کالیو ماشین کې له جامو سره ووینځه.

بل لوري ته د لاټرۍ ادارې کار کوونکي وایي چې دوی هڅه کوي ترڅو ټول عکسونه وګوري او معلومه به کړي چې د میرمنې ادعا سمه ده او که څنګه.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …