کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانی مولا طارق جمیل هم د سلمان خان مینوال دی

پاکستانی مولا طارق جمیل هم د سلمان خان مینوال دی

پاکستانی مولا چې ډېر مشهور هم دی وایي چې سلمان خان یې په سخاوت او د مور او پلار په پیروۍ کولو سره خوښ شوی او مینوال یې دی.

د ټولنیزو رسنیو پر ویبپاڼه د مولانا طارق جمیل یوه ویډیو خپره شوې چې له مخې یې د هندي فلمونو د صنعت مشهور لیکوال سلیم خان ځانته مخاطب کوي.

نوموړی سلیم خان ته د اختر مبارکي ورکوي او وایي چې ستا زامنو سلمان خان او ارباز ته دې هم اختر مبارکي وایم.

مولانا د سلمان خان ستاینه کوي او وایي چې ماته شعیب اختر ویلي چې سلمان خان د خپل مور او پلار ترمخ په ډېر ادب سره درېږي او هر امر یې مني.

نوموړی د سلمان خان د سخاوت ستاینه هم کوي او وایي چې د والدینو د پیروۍ او سخاوت په سبب د سلمان خان مینوال دی او سلیم خان ته یې دا هم وویل چې د داسې خدمتګار زوی پر درلودلو د مبارکۍ وړ دی.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …