کورپاڼه / جالب / د انسان په غږ یا آواز کې د هغه د شخصیت راز پټ وي

د انسان په غږ یا آواز کې د هغه د شخصیت راز پټ وي

الماني ارواپوهانو د یوې څېړنېزې سروې له مخې ویلي دي چې د انسان د آواز ژوروالی، ادلون، بدلون او راښکون د هغه د شخصیت په اړه رازونه څرګندوي.

د ګویټنجن د پوهنتون له ۲۰۰۰ څخه په ډېرو کسانو څېړنه وکړه او و یې ویل چې د انسان په آواز یا غږ کې د هغه د شخصیت په اړه یو څه ضرور پټ دي.

د مثال په توګه د ژور او غلي غږ درلودونکي پر نورو اغېز پرېباسي او ډېر ژر له نورو سره اړیکې ټینګولی شي او د څېړنې پایلې په نارینه او ښځینه وو یو شان تطبیق کېږي.

په دې څېړنه کې چې د څلورو بېلابېلو هیوادونو د زرګونه کسانو د غږ نمونې یې اخیستې وې، له دوی یې پوښتنې کړې وې او غږونه یې د یو سافټویر په مرسته وڅېړل.

څېړونکې جولیا سټرن وایي چې موږ په موبایل د یو چا د غږ په اورېدو یې د عمر، جنسیت او تر دې چې غم او خوښۍ احساس هم معلومولی شي او دا څېړنې هم ترسره کړي چې آیا له غږ څخه د یو د شخصیت په اړه معلومات کیدلی شي او که نه.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …