کورپاڼه / روغتيا / د روغتیا نړیواله اداره: اضافي کار د زرګونو کارمندانو ژوند واخیست

د روغتیا نړیواله اداره: اضافي کار د زرګونو کارمندانو ژوند واخیست

د روغتیا د نړیوالې ادارې او د مزدورانو د یوې نړیوالې ټولنې د څېړنې له مخې معلومه شوه چې په ورځني ډول نهه ساعته یعنې په اوونۍ پنځه پنځوس یا له دې ډېر کار کول د زړه او فلج د ناروغیو خطر ډېروي.

دا څېړنې د خپل ډول له مخې ترټولو غټه نړیواله څېړنه او پایلې یې د (اینوایرونمټ انټرنیشنل) مجلې په تازه ګڼه کې خپاره شوي.

ددې څېړنې لپاره یې له ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې په ۱۵۴ هیوادونو کې له ۲۳۰۰ څخه ډېر خدمتونه احاطه کړل چې نړیوال، سیمه ییز او قومي سطحه باندې ول.

له څېړنې معلومه شوه چې په ۲۰۱۶ کال له فلج څخه درې لکه اته نوي او د زړه د ناروغیو په سبب درې لکه او اوه څلویښت کسان مړه شوي ول چې د مړینې سبب یې ډېر کار کول ول. خو په ۲۰۰۰ کال د بیا له فلج څخه د مړینې کچه نوولس سلنه ډېره او د زړه د ناروغیو په سبب د مړینې کچه له ۴۲ سلنو څخه ډېره وه چې د اندیښنې وړ ګڼل کېږي.

یوازې دا نه بلکې په نارینه وو کې دوه اویا سلنه د مړینې لامل د کار دوامداره فشار او ډېر کار کول او د مړه کیدونکو ډېر یې د بحر الکاهل او د سویل ختیځې اسیا اوسیدونکي ول.

ددې څېړنې په رڼا کې د روغتیا نړیواله اداره وایي چې پر کار کوونکو دې د کار فشار کم شي او اضافه کار کولو ته دې یې نه مجبوروي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …