کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ چې دماغ ښه او ځوان وساتئ نو باید څه وخورو؟

که غواړئ چې دماغ ښه او ځوان وساتئ نو باید څه وخورو؟

د عمر سره سره د انسان د دماغي حجرو شمېر هم کمېږي او دماغ یې تنګېږي چې بیا یې په پایله کې د زده کولو او حافظې وړتیاوې اغېزمنې کېږي او د الزایمر په څېر د ناروغیو خطر ډېرېږي.

خو په دې لړ کې د انګلستان د نیورو ساینسپوه ډاکتر سنجی ګپتا ځینې داسې د خوراکي شیان ښودلي دي چې په منظم ډول یې استعمال کولی شي چې دماغو تر ډېره پورې ځوان وساتي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دې ډول غذایي رژیم ته ډاکتر سنجی ګپتا د شارپ ډایټ (Sharp Diet) نوم ورکړی چې هر ډول مېوې، سبزیجات او وچې مېوې پکې شاملې دي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې په شارټ ډایټ کې چارمغز، د زیتونو تېل، ځمکي توتان، پالک، ګازرې، رومیان، ادرک، کورکمن، هوږه، ماهیان، هګۍ، چغندر، دال او نور شیان شامل دي، چې د دماغي روغتیا لپاره غوره خوراکي توکي ویل کېږي، ځکه چې دا د دماغو لپاره ډېر ګټور وي.

ډاکتر سنجی ګپتا وایي چې د دماغو د ځوان ساتلو لپاره د کپسولو پرځای یاد خوراکي توکي استعمال کړئ او هغه کسان چې په ورځني ډول اوه رنګه مېوې او سبزیجات خوري نو دماغ یې تر ډېره پورې ځوان پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …