کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / که چېرته د وټساپ نوي شرایط ونه منل شي نو څه به وشي؟

که چېرته د وټساپ نوي شرایط ونه منل شي نو څه به وشي؟

وټساپ چې په نړیواله کچه په پیغام رسونه کې له ډېر شهرت څخه برخمن اپلیکیشن دی، اوسمهال یې د خپلو کاروونکو لپاره د نوو شرایطو په اړه بیان ورکړی.

وټساپ وایي چې دوی د کاروونکو شخصي پیغامونه نه شي لیدلی او نه هم د شرایطو په نه منلو سره د کاروونکي اکونټ له منځه بلکې کله چې یې وغواړي نو نوي شرایط منلی شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې وټساپ پخپله اعلامیه کې وضاحت ورکړی و او ویلي یې ول چې د شرایط نه منونکې کاروونکو اکونټونه سمدستي له منځه نه وړي.

وټساپ پخپل پیغام کې ویلي که چېرته کوم کاروونکی دغه شرایط ونه مني، نو بیا بیا ځلې به یې خبروي او که چېرته شرایط ونه مني په لومړیو کې به خپل چټ لیست ته لاسرسی ونه شي لرلی.

وټساپ زیاته کړې چې تر دې ځایه نه وه بلکې څو اوونۍ وروسته به له کاروونکي د زنګ وهلو اسانتیا هم واخیستل شي او له هغې وروسته به یې وټساپ بند شي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …