کورپاڼه / هنر او کلتور / رجني کانت هم د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د پنځه میلونو روپیو مرسته وکړه

رجني کانت هم د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د پنځه میلونو روپیو مرسته وکړه

که څه هم له یوې خوا په هند کې د کورونا وایروس ډېر بد وضیعت رامنځته کړی او ورځ تر ورځ د مړو شمېر ډېرېږي، خو له بلې خوا یې د مرستو لړۍ هم نه درېدلي.

چې په همدې لړ کې د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند رجني کانت هم ځان وښود او د کورونا وایروس پر وړاندې د مبارزې لپاره پنځه میلونه روپۍ ورکړې.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بالیووډ او د سویلي فلم صنعت ستوري رجني کانت د دوشنبې په ورځ د کورونا څخه د خلاصون په موخه د تامل ناډو د لومړي وزیر ایم کی سټالین له لورې جوړ شوي بنسټ سره یې پنځه میلونه روپۍ مرسته وکړه.

ویل کېږي چې رجني کانت په دې اړه د دوشنبې په ورځ د تامل ناډو ایالت له لومړي سره ولیدل او همالته یې بنسټ ته پنځه میلونه روپۍ ور جمعه کړې ترڅو د کورونا پر وړاندې پر مبارزه یې ولګوي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې نورو اداکارانو لکه ثریا، اجیت او سواکرتیکیان هم په همدې موخه مرستې کړې وې.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …