کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو امریکایي شخص هم ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولی او دغه صحنه یې ملګرې لېدلې

یو امریکایي شخص هم ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولی او دغه صحنه یې ملګرې لېدلې

د فضایي مخلوق یا ایلین شتون تر اوسه پورې یوه لانجمنه موضوع ده، ځینې کسان یې پر شتون مفروضې بیانوي او ځینې کسان بیا ټینګار کوي چې دغه مخلوق نشته، خو اوسمهال یو امریکایي شخص داسې ادعا کړې چې نه منونکې به یې هم له حیرانۍ سره مخ کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي د امریکا د مین د ایالت یو اوسیدونکی متیومونیز ادعا کوي، چې فضایي مخلوق یا ایلین اختطاف کړی و او ددې خبرې شاهدان یې د ملګرې ترڅنګ یو څو نور کسان هم دي.

میتیو مونیز وایي چې فضایي مخلوق یې د خوب تر کوټې راغلي او دا یې په داسې حال کې تښتولی و چې ملګرې یې هم ورسره وه او کله چې یې بېرته پرېښوده نو ملګرې یې په هوا کې ځورنډ لیدلی و.

دغه راز د سیمې نورو خلکو هم میتیو په هوا کې په داسې حال کې لیدلی و، چې د ځمکې پر لور راتلو. د میتیو ملګرې شاهدي ورکوي چې میتیو یې په داسې حال کې لیدلی چې د ځمکې پر لور راتله.

راپور زیاتوي چې میتیو مونیز د مین د ایالت د یوې ټولنې (Starborn Support) مشاور هم ټاکل شوی او دا ټولنه په ۲۰۰۶ کال ددې لپاره رامنځته شوې ترڅو د هغه کسانو ملاټر وکړي چې ادعا لري چې دوی فضایي مخلوق تښتولي دي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …