کورپاڼه / بېلا بېل / د مېکسیکو پېغلې د ۲۰۲۱ کال د ښکلا جایزه وګټله
مس یونیورس

د مېکسیکو پېغلې د ۲۰۲۱ کال د ښکلا جایزه وګټله

د مېکسیکو پېغله اندریا میزا د (مس یونیورس ۲۰۲۱) کال د ښکلا جایزه وګټله او تاج يې په سر کړ. ۲۶ کلنې اندریا میزا چې د ښکلا جایزې تاج په سر کړ، نو ډېره زیاته خوشحاله وه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د ښکلا د جایزې (مس یونیورس) پروګرام په امریکا کې ترسره شو، چې اندریا میزا پکې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو ښایسته پېغلو ته ماتې ورکړه او د ښکلا جایزه يې ترلاسه کړه.


سږکال د مس یونیورس پروګرام د پېغلو د ښکلا ترڅنګ سیاسي پېغامونه هم لرل او ځینو پېغلو پکې سیاسي پېغامونه ورکړل. ډ میانمار پېغلې له خلکو څخه د خپل هېواد لپاره د دعا غوښتنه کړې، د سنګاپور پېغلې بیا د خپل هېواد بېرغ درلود او له اسیا څخه کرکه مه کوئ پرې لیکل شوي و.

همدا راز یوې بلې پېغلې بیا د اېل جي بي ټي خلکو لپاره غږ پورته کړی و، يعنې د خپل جنس خلکو سره مینه کول او په دې اړه يې په خلکو کې د عامه پوهاوي هڅه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د ښکلا څو بېلا بېلې مسابقې په نړیواله کچه هر کال ترسره کېږي، همدا راز د هېوادونو په کچه هم بيا د ښکلا مسابقې ترسره کېږي، چې تر ټولو ښکلې پېغله پکې تاج په سر کوي.

دا هم ولولئ

ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په …