کورپاڼه / خبرونه / انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ باندې سختې نيوکې وکړې
انضمام الحق

انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ باندې سختې نيوکې وکړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د غوراوي کمېټې پخواني مشر او د افغانستان ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) باندې سختې نیوکې کړې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، پاکستان د ویسټ انډیز سفر ته ټېسټ لوبې کمې کړې دي او د هغې پر ځای يې شل اوریزې لوبې زیاتې کړې دي، چې له دې امله د انضمام الحق له نیوکو سره مخ شوي.

انضمام وايي، چې ټېسټ لوبې باید په شل اوریزو لوبو قربان نه شي، پاکستان کرکټ بورډ داسې کار کړی دی چې د ۱ ټېسټ لوبې پر ځای يې ۲ شل اوریزې لوبې زیاتې کړې دي، چې دا ډېر غلط کار دی

نوموړی وايي، که د نړۍ هر کرکټ بورډ داسې کار کوي نو دا ډېر غلط کار دی، که کرکټران دا کار شروع کړي، نو کرکټ به ورته ډېر ګران شي. هغه وویل چې د پي سي بي له دې پرېکړې نه داسې ښکاري، چې دوی خپل ټول پام د کمو اورونو لوبو ته کړی دی.

انضمام الحق د سویلي افریقا لوبغاړو باندې هم نیوکې وکړې چې نړیوالې لوبې يې پرېښې وې او ای پي ایل ته تللي و، چې دا هم یو غلط کار دی. هغه د محمد عامر په اړه وویل، چې کله يې له ټېسټ څخه استعفا ورکړه، نو د پي سي بي زیاتو کسانو پرې نیوکې کړې دې. هغه وویل چې د وهاب ریاض په اړه هم همداسې خبرې وشوې، چې هغه د ټېسټ پر ځای شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې کول غواړي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …