کورپاڼه / روغتيا / نوې څېړنې له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره په ورځني ډول د لس زرو قدمونو نظریه رد کړه

نوې څېړنې له ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره په ورځني ډول د لس زرو قدمونو نظریه رد کړه

په ۱۹۶۵ کال د جاپاني بازار موندنې د کمپاین په پایله کې دا نظر مشهور شو چې له ناروغیو څخه د ژغورلو او د ښه صحت د لرلو لپاره باید په ورځني ډول لس زره قدمه واخیستل شي. خو اوسمهال د انګلستان کارپوهان دا خبره ردوي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي د هارورډ طبي ښوونځي کارپوهانو د خپلې څېړنې له پایلو ویلي دي، چې له ناروغیو څخه د ژغورنې او د ښه اوسیدولو لپاره په ورځني ډول لس زره قدمه وهلو ته اړتیا نشته، بلکې څلور زره او څلور سوه قدمه هم بسنه کوي.

په دې د ورزش استاد یا کارپوه لنزی بوټمز هم وایي چې په ورځني ډول د لس زره قدمونو وهلو فکر کومې څېړنې پایله نه ده، بلکې د بازار موندنې د کمپاین پایله ده او تر شا ساینسي دلیل نشته.

د یادولو وړ ده چې د جاپان د یاماسا کلاک په نوم یو شرکت د خپلو اعلاناتو په کمپاین کې ویلي ول چې د ښې روغتیا لپاره اړینه ده چې په ورځني ډول لس زره قدمه ووهو.

خو اوسمهال چې د هارورډ پوهنتون کومه د څلور زره او څلور سوو قدمونو نظریه وړکړې، تر شا کومه کمپایني موخه نشته بلکې په منطق او دلیل سره ولاړه نظریه ده.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …