کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ((دلته هره ورځ داسې پېښې کیږي، خلک دې پخپله ځانونه ساتي))
لوټل شوی کس

((دلته هره ورځ داسې پېښې کیږي، خلک دې پخپله ځانونه ساتي))

د کابل په بګرامیو کې پرون سهار وختي یو کس لوټل شوی دی، نوموړی وايي چې کله يې په حوزه کې عریضه ثبت کړه، نو پولیسو ورته وویل: ((دلته هره ورځ داسې پېښې کېږي، خلک دې پخپله ځانونه ساتي.))

د معلوماتو له مخې، په کابل کې په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې له حده زیاتې شوې دي، خو پولیس په ځای د دې چې د غلو مخنیوی وکړي، نو خلکو ته وايي، چې ځانونه دې په خپله وساتي.

د کابل په ۱۲مه ناحیه او بګرامیو ولسوالۍ کې هم هره ورځ د غلا پېښې ثبتېږي. تازه د احمد شاه بابا مېنې فېسبوکپاڼې د هغه کس په اړه خبر خپور کړی دی، چې پرون سهار په بګرامیو کې لوټل شوی دی.

یاد کس خان محمد سهاک نومېږي، چې په ننګرهار کې دنده لري او د اختر له رخصتیو وروسته پرون سهار بېرته ننګرهار ته روان و، چې سهار ۴ بجې په بګرامیو کې یوې سراچې موټر ته پورته شوی و، چې موټر کې ناستو کسانو پرې تمانچه راویستې، سترګې يې ورتړلي او نږدې هدیرې ته يې بیولی و، چې هلته يې ترې هر څه اخیستي و.

دغه کس وايي، چې دوه موبایلونه، ۵۰۰ ډالر، ۱۸ زره افغانۍ، څلور جوړه جامې، واسکټ، د لاس ګوتمۍ، د بانک او هویت کارتونه يې راڅخه واخیستل او په هماغه  هدیره کې يې پرېښودم او رانه لاړل.

احمد شاه بابا مېنه کابل

خان محمد سهاک وايي، کله چې د بګرامیو ولسوالۍ پولیسو کې يې عریضه ثبت کړه، نو هغوی ورته لومړی وویل چې دا ساحه د ۱۶مې حوزې اړوند ده، خو وروسته يې ورته دا هم ویلي دي، چې دلته هره ورځ داسې پېښې کېږي، خلک دې خپل ځانونه په خپله وساتي.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …