کورپاڼه / روغتيا / د ملا له درد او د ملا د تیر له ناروغیو څه ډول ځان وژغورو؟

د ملا له درد او د ملا د تیر له ناروغیو څه ډول ځان وژغورو؟

د ملا درد او د ملا د تیر له ناروغیو را پیدا کیدونکې اغېزې سمې نه ګڼل کېږي، نو د یادو ستونزو څخه د ژغورلو لپاره باید په ورځني ډول ورزش وکړو، د ناستې له ډول څخه نېولې د وزن تر کمولو باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

کله چې د ملا د تیر د دوو مهرویو ترمنځ موجوده ماده کمه شي نو ستونزې راپیدا کوي، چې بیا مناسبو درملو او منظم تشخیص ته اړتیا لري.

د ډېری ناروغانو د ملا درد ځانګړی علت نه لري او نوي سلنه ناروغان د فزیو تراپۍ او عادي درملو سره د یو څه مودې وروسته پخپله رغېږي، خو که چېرته ستونزه د مهرو وي نو بیا تکلیف تر زنګون او پښو پورې رسېږي چې نو د نورو معاینو په ذریعه یې تشخیص کېږي او د هغې وروسته یې د عملیاتو پرېکړه کېږي.

روغتیایي کارپوهان د ملا د درد ناروغانو ته د ورزش کولو توصیه کوي او وایي چې د یادو ناروغانو لپاره ورزش کول ډېر زیات ګټور تمامېږي او دوی باید د وېرې پرځای منظمه درملنه وکړي او که اړتیا شوه نو عملیات دې وکړي.

ځکه چې اوسمهال دغه ډول عملیات ډېره آسانه شوي او هغه کسان چې عملیاتو ته یې اړتیا نه وي، هغوی دې فزیو تراپي او تر شپږ اوونیو پورې دې ارام وکړي نو ستونزه به یې حل شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …