کورپاڼه / ليکنې / د خوښ اوسیدو لپاره ځینې ناسم پوهاوی څنګه له منځه یوسو؟

د خوښ اوسیدو لپاره ځینې ناسم پوهاوی څنګه له منځه یوسو؟

څنګه کولی شم چې خوښ اوسم؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه یې په ځواب کې ټول عمر تېروي. د سیدتي مجلې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې ځینې ځوانان په دې باور دي چې خوښي یوازې تر ښکلا او عصري کیدو پورې محدوده ده.

د ذهني روغتیا کارپوه او د کورنیو اړیکو ډاکتر محمد هاني وایي چې خوښي نیغ په نیغه تر ډېره د ورځنیو ټاکنو او کارونو پورې اړه لري. ځینې شیان داسې وي چې مطالعه کېدلی شي او ځینې بیا زده کېږي او دا شیان مو پخپل او د نږدې کسانو په ژوند کې بدلون راوستلی شي او خوښي پیدا کوي.

ارواپوهان وایي چې د یو ښه ژوند لپاره بنسټیز عناصر پټ نه دي، په څېړنه کې راغلی خوشحاله یا خوښ کسان څلور بنسټیز کار کوي او دا کارونه یې له نورو ممتاز کوي چې عبارت دي له: په ژوند کې ښو او مثبتو اړخونو ته پام کول، د ژوند له اړینو چیلنجونو څخه په اغېزمن ډول ځان خلاصونه، کلکې اړیکې درلودل او د موخو په ترلاسي کې هڅه کول.

ناسم پوهاوی:

ځوان نارینه او ځوانې میرمنې د خپلو هڅو په ذریعه خوښ اوسیدلی شي، کله چې لومړی قدم پورته کوو نو په عام ناسم پوهاوي کنترول راوړلی شو چې له دې څلورو مثالونو یې ترلاسه کولی شو.

– لوی ـ لوی شیان سم کړئ:

پخپل ورځني ژوند کې هیله، مننه، احسان او له ځان سره د همدردۍ لپاره اقدامات وکړئ، همدغه ورځنۍ ټاکنې مو د ژوند پر تېرولو اغېزې کوي.

– خوښ خلک خپل احساسات کنترولوي:

هغه کسان چې خوشحاله ژوند تېروي دوی ډېر وخت غم، اندیښنه او نور منفي احساسات په هغه اندازه احساسوي لکه خپه خلک چې یې احساسوي، خو توپیر یې د احساسول پر وخت وي یعنې خوښ خلک یې له هیله مندۍ سره تجربه کوي.

– د خوښۍ لټون ځان خوښي ده:

څېړونکې وایي چې زموږ خوښي له نورو سره زموږ له اړیکو ټاکل کېږي، خوښ خلک خپل ژوند په ښو اړیکو او باور سره تېروي. نو هڅه وکړئ چې په اړیکو کې توازن وساتئ.

– خپل موخې لاسته راوړئ:

د موخو د ترلاسي پر وخت موږ هغه وخت د خوښۍ احساس کوو کله چې موږ یې پر لور پرمختګ کوو، دا اړینه ده چې موږ هغه موخې وټاکو چې زموږ د خوښې وړ وي او په ترلاسي کې یې د خوښ اوسیدو شعوري هڅه وکړو.

دا هم ولولئ

نصیر احمد احمدي

د ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستي پوسټونه

د پښتو ژبې یو ستر او بې جوړې ناول لیکوال نصیر احمد احمدي پرون د …