کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د ګرمۍ اغېزې له منځه وړي

هغه خوراکي توکي چې د ګرمۍ اغېزې له منځه وړي

د اوړي د موسم په راتګ سره د ګرمۍ څپې ډېرېږي او په سبب د انسان بدن د اوبو او مالګو له کمښت سره مخ کېږي او ګڼ شمېر ناروغۍ رامنځته کوي. روغتیایي کارپوهانو په دې لړ کې ځینې روغتیایي او د سوړ اغېز درلودونکې خوراکي توکي په ګوته کړي چې نه یوازې تازه او پیاوړي مو ساتي بلکې د ګرمۍ له شدت څخه مو هم ژغوري.

روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې د ګرمۍ د موسم په راتګ سره اړینه ده چې د اوبو استعمال ډېر کړو او ترڅنګ یې هغه موسمي سبزیجات استعمال کړو چې په کور کې تیار شوي وي او سوړ اغېز ولري. سبزیجات نه یوازې دا چې د انسان د روغتیا لپاره ګټور وي بلکې د ګرمۍ له شدت څخه مو هم ژغوري.

  • پیاز: د ګرمۍ په راتګ سره د معدني موادو درلودونکي پیاز باید ډېر استعمال شي، پیاز د خپلو غذایي توکو په درلودلو سره د موسم له سختۍ څخه مو ژغوري او د وینې د فشار ستونزې مو حلوي.

  • رومیان: سره رومیان د سلاد په ډول د هر چا د خوښې وړ وي او د نورو سبزیجاتو سره یوځای هم استعمالېږي، چې د هضم مرحله ښه کوي او انسان ته پیاوړتیا ورکوي.

  • بادرنګ: د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په بادرنګو کې شپږ نوي سلنه اوبه وي، چې هضم ښه کوي، د بدن اوبه پوره کوي او سوړوالی ورکوي. دغه راز وزن کموي، کلیسترول هم کنترول او د زهرجنو موادو په ایستلو کې مرسته کوي.

  • نعناع: نعناع د سلاد په توګه کارول د بدن تودوخه کنترولوي او بدن ته تازه والی ورکوي او د معدې او کولمو لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …