کورپاڼه / خبرونه / د واورینو سیمو پړانګان له خطر سره مخ دي

د واورینو سیمو پړانګان له خطر سره مخ دي

د ځنګلي حیواناتو او نباتاتو نړیوالې ادارې (ډبلیو ډبلیو ایف) په وروستي راپور کې ویلي دي چې د واورینو پړانګانو نایابه نسل د غیر قانوني ښکار ترڅنګ له نورو خطرونو سره مخ دي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د موسمي بدلونونو او د تودوخې ډېروالی د واورینو پړانګانو د استوګنې پر ځایونو اغېزې پرېباسي.

د واورینو پړانګانو په اړه د ډبلیو ډبلیو ایف په څېړنیز راپور کې ویل شوي چې د واورینو پړانګانو شمېر په بوتات کې شپږ اویا سلنه، پاکستان کې څلرویشت سلنه او نیپال کې نوولس سلنه دی.

ویل کېږي چې یادې ادارې دغه څېړنه په چین، نیپال، بوتان، هند، منګولیا، تاجکستان او پاکستان کې ترسره کړې او تر اوسه پورې د واورینو پړانګانو له اویا سلنو ډېر استوګن ځایونه نه دي موندل شوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د واورینو پړانګانو بشپړ معلومات له دریو سلنو څخه هم کم دي او ډېر استوګن ځایونه یې په دولسو هیوادونو کې موندل کېږي.

راپور زیاتوي چې د اسیا په لوړو سیمو کې کې د واورینو پړانګانو شمېر تر څلورو زرو پورې رسېږي. خو اوسمهال د موسمي بدلونونو او د غیر قانوني ښکار په سبب دغه نایابه نسل له خطر سره مخ دی.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …