کورپاڼه / روغتيا / بریښنایي سګریټ په ساه اخیستلو کې ستونزې راولاړوي

بریښنایي سګریټ په ساه اخیستلو کې ستونزې راولاړوي

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې په ځوانانو کې د ساه په اخیستلو کې ستونزې د بریښنایي سګریټو په سبب راولاړېږي.

د څېړنې له پایلو څخه څرګنده شوې چې په ځوانانو کې د بریښنایي سګریټو په استعمال سره د ساه لنډۍ، د ساه اخیستلو پرمهال خرېدل او په سږو کې د اکسیجن د کمښت سبب کېږي.

دغه راز څېړونکو دا هم وایي چې دغه ستونزې په هغه ځوانانو او کم عمره ماشومانو کې هم لیدل کېږي چې له سګریټ څکونې څخه ځان ساتي.

د کیليفورنیا د پوهنتون استاد ډاکتر الیانا پي ټیکټ او د ملګرو له لورې یې په ۲۹۳۱ ځوانانو او کم عمره ماشومانو څېړنې وشوې او د تېرو دیرشو ورځو په دوران کې یې ورڅخه پوښتنې وکړې.

څېړونکې د ساه لنډۍ د ناروغۍ د تشخیص او د سږو د ناروغیو په نښې، نښانو یې هم ورسره خبرې اترې وکړې او پورته بیان شوي پایلې یې لاسته راوړې.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …