کورپاڼه / جالب / د هند د پارلمان غړې: ((زه هره ورځ د غوا متیازې څښم، نو ځکه په کورونا نه اخته کېږم))
پرګیا ټاکر ۲

د هند د پارلمان غړې: ((زه هره ورځ د غوا متیازې څښم، نو ځکه په کورونا نه اخته کېږم))

په هند کې د کورونا ویروس وضعیت بېخي له کنټروله وتلی دی، خو د هند ځينې سیاستوال لا هم دا ډول خبرې کوي، چې په نړیواله کچه د خندا وړ ګرځي، اوس تازه د هند د پارلمان یوې غړې بیا داسې خبره کړې ده، چې د رسنیو سرټکې او په ټولنیزو رسنیو کې هم پرې بحثونه شوي دي.

د هند د واکمن ګوند (بهارتیه جنتا ګوند) او د پارلمان غړې پرګیا ټاکر په خپله تازه وېنا کې ويلي دي، چې زه هره ورځ د غوا متیازې څښم، نو ځکه زه په کورونا ویروس نه اخته کېږم. زه د کورونا ضد هېڅ درمل نه خورم او نه زه درملو ته اړتیا لرم، ځکه چې زه د غوا متیازې لرم.

پرګیا ټاکر ۱

نوموړې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې د غوا متیازې ژوند ژغورونکې دي. دا لومړی ځل نه دی چې هغې دا ډول څرګندونې کړې دي، بلکې دوه کاله مخکې هغې دا هم ویلي و، چې د غوا متیازې او د غوا د شیدو څخه جوړ شوي شیان د سرطان ناروغۍ درملنه ده او مخنیوی يې هم کوي.

پرګیا ټاکر د ۲۰۲۰ کال په دسمبر میاشت کې د کورونا ویروس نښو له امله په روغتون کې هم بستر شوې وه، چې تر درملنې وروسته به بیا بېرته کور ته رخصت شوه.

بل خوا هندي ډاکټرانو خلکو ته ویلي دي، چې داسې هېڅ ثبوت نشته، چې د غوا متیازې دې د کورونا مخنیوی وکړي یا دې د کومې بلې ناروغۍ درملنه وکړي، بلکې دا ستاسې لپاره تاواني دي او باید چې ځان ترې وساتئ.

خو بیا هم په هند کې اوس ډېری داسې خلک شته، چې هغوی دا فکر کوي چې د غوا متیازې او خوشايي کولای شي چې دوی له کورونا څخه وژغوري، همدا راز په وار وار هندي سیاستوالو هم څو څو ځل دا خبره کړې وه، چې د کورونا غوره درملنه د غوا متیازې او خوشايي دي. خو په دې وروستیو کې بیا هند کې د کورونا ویروس له کنټروله وتلی دی او وضعیت پکې ډېر بد دی.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …