کورپاڼه / جالب / په هند کې ښځو کورونا خدای ګوټی ګڼلې او یوویشت ورځنی عبادت پیل کړ

په هند کې ښځو کورونا خدای ګوټی ګڼلې او یوویشت ورځنی عبادت پیل کړ

د هند په اترپردیش ایالت کې ښځو د کورونا وایروس ته د خدای ګوټي درجه ورکړې او د (کورونا مایي) عبادت یې پیل کړی چې یوویشت ورځې به دوام وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اترپردیش ایالت په واراناسي او کشي نګر کلي کې ګڼ شمېر ښځې هره ورځ د ویالې غاړې ته ځي او کورونا عبادت کوي ترڅو ددې خدای ګوټي غوسه سړه شي، زور یې ختم شي او خلک له مړینې وژغورل شي، خو په دې عبادت کې دوی ټولنیز واټن نه ساتي.

د تېرې یکشنبې په ورځ هم د کشي نګر د سیمې په زرګونه ښځې د ملحق ویالې ته راټولې شوې وې او د کورونا عبادت یې پیل کړ.

یوې ځایي میرمنې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ته مذهبي مشرانو ویلي چې تر یوویشت ورځو پورې دې د (کورونا مایي) خدای ګوټي عبادت وکړي او له هغې وروسته به دغه وبا ختمه شي.

دغه راز یوه بله میرمن د ټولنیز واټن په اړه وایي چې کله د کورونا عبادت کوي نو له عبادت پرته نور هیڅ شي ته اړتیا نشته. دی وایي:(( کورونا مایي به پر موږ مهرباني وکړي او موږ به ځان خوندي وساتو.))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …