کورپاڼه / جالب / د لیوناردو داوینچي دغه ساده رسامي به په شپاړس میلونه ډالر وپلورل شي

د لیوناردو داوینچي دغه ساده رسامي به په شپاړس میلونه ډالر وپلورل شي

پر یو ګلابي رنګه کاغذ دغه ساده رسامي د لیلامۍ لپاره وړاندې کېږي چې شاید په شپاړس میلونه ډالر یاهم له دې په ډېر قیمت سره وپلورل شي او د دومره لوړ قیمت سبب یې دا دی چې دغه رسم لوی رسام او یجاد کوونکي لیونارډو داوینچي جوړ کړی دی.

ویل کېږي چې دغه رسم به د کرسټیس په نوم د لیلامۍ په یو مرکز کې به وړاندې شي او دا د داوینچي د هغه اتو شاهکارونو له جملې څخه دی چې تر اوسه هم په شخصي ملکیت کې دي.

ویل کېږي چې دغه رسم پر ګلابي رنګه ژېړ کاغذ باندې د سرو زرو د ټکو په طریقې سره جوړ شوی، چې دغه طریقه لیوناردو داوینچي له خپل استاد اینډریا ډیل ویروشیو څخه زده کړې. په دې طریقه کې کاغذ له کیمیاوي عملې څخه تېرېږي او بیا د سپینو زرو تار او فلزونه پرې تېروي. ددې رسم په اړه هیله ښودل شوې چې دا به په شپاړس میلونه ډالر وپلورل شي.

په زړه پورې یې دا چې دغه شاهکار په ۱۸۶۰ کال په دوه نیم پونډه پلورل شوی و او له هغې وروسته له ډېرو لاسونو تېر شو او نوم د (ییږې سر) دی.

کرسټیس کې د پخوانۍ رسامیو کارپوه بین هال دغه رسامي یوه قیمتي او غوره رسامي وګڼله. دا رسامي چې د کومو لاسونو څخه تېره شوې په هغې لوی رسم حوړونکې هم شامل دي. د داوینچي د لاسلیک لرونکې دغه رسامي لومړی هانګ کانګ او بیا لندن کې نندارې ته وړاندې شوې وه او په جولایۍ کې د لیلامۍ لپاره وړاندې شي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …