کورپاڼه / هنر او کلتور / د پریانکا چوپړا خاوند نیک جونز د خپرونې پرمهال زخمی شوی

د پریانکا چوپړا خاوند نیک جونز د خپرونې پرمهال زخمی شوی

د هند د مشهورې اداکارې یا هنرمندې پریانکا چوپړا خاوند سندرغاړی نیک جونز د یوې خپرونې د جوړولو پرمهال زخمي شوی او روغتون یوړل شوی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې اته ویشت کلن نیک جونز د خپلو خپرونې د برابرولو پرمهال د یوې پېښې ښکار ګرځیدلی او له هغې وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې نوموړی روغتون له وړلو وروسته ښه شوی او کور ته رخصت ورکړل شوی. خو تر اوسه پورې په دې اړه نه نیک جونز څه ویلي او نه هم پریانکا چوپړا دا خبره رد کړې یا منلې ده.

خو له یوې انلاین ورځپانې سره د نیک جونز نږدې ملګري په خبرو کې ویلي چې نوموړی د یوې پېښې وروسته روغتون ته په امبولانس کې وړل شوی. راپور زیاتوي چې د پېښې پر وخت نیک جونز د یو تلویزون لپاره خپرونه برابروله، چې بیا یې پاتې خپرونه له روغتون څخه له رخصتیدو وروسته بشپړه کړه.

بل لوري ته نیک جونز د تلویزوني خپرونې په هم خپلو مینوالو ته څه نه دي ویلي، خو نوموړی به د (دی وایس) په خپرونه کې راڅرګند شي او د یو لارښود په توګه به کار ترسره کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …