کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: آیا د کولمو له لارې د ساه په اخیستلو د انسان ژوند ژغورل کیدلی شي

څېړنه: آیا د کولمو له لارې د ساه په اخیستلو د انسان ژوند ژغورل کیدلی شي

جاپاني ساینسپونو پر حیواناتو له تجربو څخه موندلې ده چې ځینې حیوانات له خپلو سږو سره ترڅنګ د کولمو له لارې هم ساه اخیستلی شي او هیله یې څرګنده کړې چې همدغه تدبیر به په انسانانو کې هم ګټور تمام شي او ژوند به یې وژغوري.

ویل کېږي چې ددې تجربو پرمهال یې د خوګانو او موږکانو د سږو د خرابېدو په سبب ورته د کولمو له لارې اکسیجن ورکړل شو، چې بیا له کولمو څخه دغه اکسیجن له وینې سره شامل شو او په دې ددې حیواناتو اکسیجن پوره شو او له مړینې وژغورل شول.

جاپاني ساینسپوهانو په دې سره وموندله چې ځینې حیوانات د کولمو له لارې هم ساه اخیستلی شي او دا امکان ترې هم څرګند شو چې د انسان په ژوند ژغورنه کې دغه طریقه د یوې متبادلې طریقې په توګه استعمالولی شي.

د یادولو وړ ده چې له ساه اخیستلو څخه موخه په وینه کې د اکسیجن شاملول دي، خو په ځینو حالتونو کې د ناروغۍ شدت دومره ډېر وي چې ناروغ وینټي لیټر نه شي استعمالولی یاهم استعمال یې مناسب نه وي. نو په داسې حالت کې به یوه متبادله لار ګورې ترڅو اکسیجن په وینه کې شامل شي او ژوند یې وژغورل شي.

د څېړنې لیکوال ډاکتر تاکانوري وایي چې دغه ډول مصنوعي تنفس په ځانګړي توګه د ساه لنډۍ په څېر په سختو ناروغیو ښکار کسانو ته ګټور وي، ځکه چې په دې حالت کې د سږو لپاره د اکسیجن جذبول ممکن نه وي.

ویل کېږي چې دغه طریقه به پر انسانانو هم وازمایل شي او د بریالیتوب په صورت کې به یې روغتیایي ټرایل پیل شي، خو د انسانانو لپاره د مقعد له لارې تر کولمو پورې اکسیجن رسونه ګټوره نه ده بلکې په دې اړوند له اکسیجن لرونکې مایع څخه ګټه اخیستل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …