کورپاڼه / جالب / لیپ سټیک پرېږدئ، اوس لیپ کارډ استعمال کړئ

لیپ سټیک پرېږدئ، اوس لیپ کارډ استعمال کړئ

د لیپ سټیک یا لیپ شرین دور هم په تېرېدو شو او پرځای یې د لیپ کارډ دور پیل شو. ویل کېږي چې دغه لیپ کارډ یو چینایي ډیزاین کوونکې یورو زینګ جوړ کړی دی.

باید یاده کړم چې له نن څخه زرګونه کاله وړاندې په چین کې ښځو دغه ډول کارډ به پخپلو شونډو تېراوه او د لیپ سټیک په ډول به استعمالوو او دغه نوی ایجاد هم له هماغه کارډ څخه په اغېز سره جوړ شوی.

د نوي دور لیپ سټیک په ۱۹۱۵ کال د موریس لیوایي لخوا جوړ شوی، چې تر اوسه پورې ورپکې ډېر نوی والی او رنګونه ور زیات شوی، خو په چین کې زرګونه کاله وړاندې د یانزي په نوم لیپ سټیک استعمالیده.

ویل کېږي چې د یانزي په نوم لیپ کې به پر یو کاغذ موم شوی رنګ لګول کیده، چې بیابه ښځو پرې شونډې ایښودې او فشار به یې ورکاوه او بیابه پر شونډو غوړ پرېوته او رنګ به یې ورکاوه.

یورو زینګ هم په همدې ډول یو کارډ جوړ کړی چې د اړتیا پر وخت له یوې بټوې ډوله کارډ څخه رایستل کېږي او پر شونډو استعمالېږي. یورو زینګ وایي چې دغه لیپ کارډ په جیب کې له ځان سره ګرځولی شئ او هر ځای کې ورڅخه ګټه اخیستلی شئ او باید یاده کړم چې دې ایجاد د (ای ډیزاین ایوارډز) کې لومړۍ جایزه هم ګټلې.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …