کورپاڼه / خبرونه / انګلستان د نیوزيلېنډ پر وړاندې سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه
انګلستان لوبډله

انګلستان د نیوزيلېنډ پر وړاندې سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د انګلستان کرکټ بورډ د نیوزیلېنډ سره د راتلونکو ټېسټ لوبو لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله د جو روټ په لوبډلمشرۍ کې نن اعلان کړه.

دا لوبډله د انګلستان لوبډلې مشر روزونکي اعلان کړه، چې د نیوزیلېنډ سره به د ۲ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي، دا لوبلړۍ د جون په ۲مه نېټه په لارډز کرکټ ګراونډ کې پیلېږي.

په دغه لوبډله کې جو روټ (لوبډلمشر)، جېمس انډرسن، جېمس برېسي، روري برنز، زاک کرالي، ډان لاورینس، جېک لیچ، بین فوکس، کریګ اورټون، اولي پوپ، اولي روبینسن، ډام سبلي، اولي سټون او مارک ووډ شامل دي.

ویکټ ساتونکی او توپوهونکی جیمس بریسي او اولي روبنینس په لومړي د انګلستان لوبډله کې د ټېسټ لوبو لپاره اخیستل شوي دي، دواړو په کاونټي لوبو کې ډېره ښه وړتیا ښکاره کړې وه، چې بریسي ۴۲۷ منډې کړې وې او روبینسن ۲۹ ویکټې اخیستې وې.

معین علي، جوني بیریسټو، جاس بټلر، سام کران او کریس ووکس ته دمه ورکړل شوې ده، دوی د ای پي ایل له ختمېدو وروسته بېرته انګلستان ته ستانه شوي او د کرنټین موده يې هم پوره کړې ده.

همدا راز الراونډر لوبغاړی بین سټوکس او چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر د لوبو لپاره فیټ نه دي او ټپیان دي، نو له دې امله په لوبډله کې نه دي اخیستل شوي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …