کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د کورونا ضد واکسین وشو
ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری او دولت ځدراڼ

د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د کورونا ضد واکسین وشو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته نن په کرکټ بورډ کې د کورونا ضد واکسین لومړنی ډوز وشو، چې دویم ډوز به ورته بیا یوه میاشت وروسته وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې د ملي لوبډلې لوبغاړو او د کرکټ بورډ د کارمندانو عکسونه خپاره کړي دي او دوی ته د واکسین کولو خبر يې خپور کړی دی.

دوی لیکي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په غوښتنه د عامې روغتیا وزارت له لوري د ادارې کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته د کرونا لومړی ډوز واکسین تطبیق شو.))

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((د واکسین کولو دغه لړۍ چې د درې ورځو لپاره دوام لري د لومړۍ او دویمې ورځې په لړ کې ګڼو کارکوونکو او ملي لوبغاړو ته واکسین ورکړل شو او پاتې کارکوونکو او لوبغاړو ته به هم یاد واکسین ورکړل شي.))

دوی همدا راز وايي: ((د دغه واکسین له کولو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مسؤل ډاکټر له لوري د یاد واکسین د ارزښت او همدا راز د کرونا ویروسي ناروغۍ له دریمې څپې څخه د افغانستان کرکټ بورډ د کارکوونکو او ملي لوبغاړو خوندیتوب په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې.))

هغه لوبغاړي چې د کورونا ضد واکسین يې وکړل، په هغوی کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ظاهر خان، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، حمزه هوتک، افسر ځاځی او نور شامل دي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …