کورپاڼه / خبرونه / اې بي ډیویلیرز بیا نړیوال کرکټ ته راځي او که نه؟ سویلي افریقا کرکټ بورډ يې په اړه اعلان وکړ
اې بي ډیویلیرز

اې بي ډیویلیرز بیا نړیوال کرکټ ته راځي او که نه؟ سویلي افریقا کرکټ بورډ يې په اړه اعلان وکړ

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د دغه هېواد د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي اې بي ډیویلیرز په اړه ويلي دي، چې هغه خپله استعفا بېرته نه اخلي او نه هم بېرته ملي لوبډلې ته راګرځي.

د اې بي ډیویلیرز د نړیوال کرکټ څخه د استعفا په اړه سویلي افریقا کرکټ بورډ خبر ورکړی دی، چې د نړیوال کرکټ بورډ څخه نوموړی بېرته خپله استعفا نه اخلي او هغه بېرته نه راګرځي.

تېره میاشت د سویلي افریقا مشر رزوونکي ویلي و، چې اې بي ډیویلیرز بېرته لوبډلې ته د راستنېدو لپاره ځان چمتو کړی دی او هیله شته چې په هند کې کېدونکي نړیوال شل اوریز جام کې به د سویلي افریقا لپاره ولوبېږي.

د یادولو ده چې په ۲۰۱۹ کال کې هم د نړیوال جام نه مخکې اې بي ډیویلیرز د سویلي افریقا کرکټ بورډ ته د خپلې استعفا بېرته اخیستو وړاندیز کړی و، خو هغه وخت کرکټ بورډ د نوموړي وړاندیز رد کړ.

وروسته چې بیا په کرکټ بورډ کې بدلون راغی، نو د کرکټ بورډ ځینو چارواکو او فاف ډوپلیسي هم د ډیویلیرز د بېرته راتګ په اړه خبرې وکړې. ډیویلیرز په ۲۰۱۸ کال کې له نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړې وه، خو نوموړی اوس هم د لیګونو لپاره لوبېږي او ېر ځلېدلی دی لوبغاړی دی.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …