خپلواک وېبپاڼه (٦ نومبر ٢٠١٩): کله چې خلک په ټلويزيون يا سينما کې فلم يا سريال ګوري، نو هغوى ترې خوند اخلي، خو خلک په دې نه پوهېږي چې د دغه فلمونو او سريالونو په جوړولو باندې څومره خواري کېږي.
ډېرى وخت فلمي ستوري په خپلو مرکو کې وايي، چې که د ثبت پر مهال تر ټولو ګران څه وي، نو هغه د مينې صحنې وي، په شيشه ښکاره کېدونکې داسې ډېرې صحنې په اصل کې په ډېرې سختۍ سره ثبتېږي.
د هانک کانګ فلمي نړۍ يو ستورى، ممثل او سندرغاړى کيون کيان په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې څو کاله مخکې په يوه صحنه کې هغې ممثله مچوله، خو دا صحنه ثبتول د هغه لپاره ډېره ګرانه شوه او يو وخت خو ترې هغه انکاري هم شو، لامل يې دا و چې د دغه ښځينه ممثلې له خولې ډېر بد بوي تللو.
دغه ممثل په خپله مرکه کې وايي: ((زه نه غواړم چې نوم يې واخلي، خو زما ملګرې ممثلې ښايي چې فاسټ فوډ خوړلى و، چې له هغه وروسته موږ په ثبت پيل وکړ، په دغه صحنه کې ما بايد هغه مچو کړې واى، خو د هغې له خولې ډېر بد بوي راروان و.))

هغه وايي، چې ما له دغه صحنې ثبتولو انکار وکړ او لومړى لاړم له نږدې دوکان څخه مې د هغې لپاره د خولې يا غاښونو پاکولو بورس راوړ، تر څو هغه لومړى خپله خوله ووينځي، چې د دغه صحنې ثبت راته اسان شي.
خو په دغه خپرونه کې ناستو کسانو داسې وانګرېله چې کيون کيان دروغ وايي، نو هغه بيا وويل، چې زه ډېر زيات رښتيا ويونکى يم او اوس هم له ځان سره د خولې بورس ګرځوم.
دا هم ولولئ: ليمو مو د خولې بوي ورکوي او نورې ګټې هم لري
کيون کيان د دغه ممثلې نوم خو وانه خيست، خو وې ويل چې د هغې نوم د خوراک له يوه شي نه راځي. په دغه مهال په خپرونه کې يوې بلې اداکارې ليزلي چيانګ کيون ته وويل، چې غلى شه، خلکو ته پوره معلومات مه ورکوه.
له هغه وروسته کيون په خندا کې وويل، چې هغه ممثله همدا ليزلي ده، خو دا دروغ و، ځکه ليزلي وويل، چې هغې کيون ځکه منع کړ، چې دا د کومې ممثلې په تړاو خبرې کوي، هغه د دې نږدې ملګرې ده.
له دغه مرکې وروسته د کيون کيان مينه والو د هغه ټول پخواني فلمونه، سريالونه او اعلانونه وکتل، تر څو معلومه کړي چې هغه ممثله څوک وه، خو وروسته دوى ته معلومه شوه چې هغه ممثله ايولن چوى وه.

د هانګ کانګ د فلمي نړۍ ممثله ايولن چوى د کيون کيان سره په يوه ويډيو کې کار کړى و، چې په دغه ويډيو کې هغه د کيون کيان انډيواله وي. ايولن چوى دا خبره ومنله، چې کيون کيان د هغې په تړاو خبرې کړې دي، خو د هغه په خبرو يې ډېر بد هم وګڼل.
په خپله مرکه کې ممثلې ايولن چوى وويل، چې دا په ويلو کې ټوکې ښکاري، خو خلک دا ويروي چې د داسې پېښو په بيانولو سره د يو چا فلمي ژوند هم خرابېداى شي.