کورپاڼه / جالب / داسې ماشین جوړ شوی چې پرته له درده یو څوک له منځه وړلی شي

داسې ماشین جوړ شوی چې پرته له درده یو څوک له منځه وړلی شي

استرالیایي ډاکتر، لیکوال او د ایګزیټ انټرنیشنل په څېر د ټولنیزې ادارې بنسټ ایښودونکی فلیپ د یو داسې ماشین جوړولو ادعا کړې، چې په ذریعه خلک په آسانۍ سره پرته له کوم تکلیفه ځان له منځه وړلی شي.

ویل کېږي چې د ډاکتر فلیپ ایګزیټ انټرنیشنل اداره له کلونو راهیسې د خلکو لپاره د مړینې پر وخت له تکلیف څخه د ژغورنې لپاره اقدامات کوي، ځکه که چېرته یو څوک له پنځوس کلنۍ څخه ډېر عمر ولري او په کومه ناروغۍ اخته وي نو دغه ماشین یې په کار ورتللی شي.

ډاکتر فلیپ په دې باور دی چې هر څوک خپل ژوند لري او دا ټاکنه هم د هغه کار دی چې ژوند کوي او یا مري. نوموړي دې ماشین ته د (سارکو) نوم ورکړی.

ډاکتر فلیپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په استرالیا په زرګونه داسې کسان شتون لري چې غواړي ځان له منځه یوسي خو د طبیعت د خرابیدو په سبب دغه کار نه شي کولی.

دا ماشین څه ډول کار کوي؟

ډاکتر فلیپ وایي کله چې یو څوک ماشین ته داخلېږي نو د نایتروجن خارجیدل پیلېږي، یوه یا یوه نیمه دقیقه وروسته به پرې سر تاوېږي او څو دقیقې وروسته به بې هوښه شي او په یوازې پنځه دقیقو د انسان ژوند له منځه وړي.

نوموړی وایي چې د ماشین له جوړولو وروسته ورته ډېرو نامعلومو خلکو خبرداری هم ورکړی چې له منځه به یې یوسي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …