کورپاڼه / هنر او کلتور / دیشا پټاني د خپل کیریر د ترټولو غوره فلم په اړه څرګندونې کړي

دیشا پټاني د خپل کیریر د ترټولو غوره فلم په اړه څرګندونې کړي

د هندي فلمونو اداکارې یا هنرمندې دیشا پټاني پخپل کیریر کې د ترټولو غوره فلم په اړه خبرې کړي.

د یادولو وړ ده چې دیشا پټاني خپل فلمي کیریر د مرحوم اداکار یا هنرمند سشانت سنګ راجپوت له فلم (ایم.ایس ډوني: ان کهي کهاني) څخه پیل کړ.

په دې دوران کې نوموړې په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او په دې وروستیو کې یې د بالیووډ له سلطان، سلمان خان سره په (رادی) فلم کې راڅرګنده شوه.

سږ کال د دیشا پټاني په فلمونو کې پنځه کاله بشپړ شول او نوموړې خپل فلمي کیریر بریالی وګاڼه. د یوې مرکې پرمهال دیشا پټاني وایي چې وخت تېر شو خو زه منندویه یم چې ښه فرصتونه په لاس راغلي.

نوموړې وایي تر اوسه یې چې څومره فلمونو کې کار کړی ټول ورته ځانګړي دي او څه یې چې ترلاسه کړي په هغې ځان خوش بخته ګڼي. دغه راز دا یې هم ویلي چې غوښتل یې یو پیلوټه شي خو داسې ونه شول نو اداکاره شوه.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …