کورپاڼه / جالب / هندي پولیسو هغه شخص نېولی چې له دوو سکه خویندو سره یې واده کاوه

هندي پولیسو هغه شخص نېولی چې له دوو سکه خویندو سره یې واده کاوه

هندي پولیسو یو داسې شخص یا زوم نېولی چې پر یو وخت یې له دوو سکه خویندو سره واده کاوه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په کرناټک کې یو (۳۰) کلن زوم چې پر یو وخت یې له دوو سکه خویندو سره واده کاوه ونیول شو. ویل کېږي چې دغه دیرش کلن شخص اوم پتي نومېږي او دواړه سکه خویندې یې خورزې هم دي.

اوم پتي وایي چې غوښتل یې له للیتا سره واده وکړي خو للیتا ورته وویل که چېرته غواړي واده ورسره وکړي نو مشرې خور سیریا به هم واده کوي، ځکه چې هغه کڼه او ګونګې ده.

ویل کېږي چې د دوی واده د روانې میاشتې په اوومه نیټه ترسره شو او تصویرونه یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول او کله چې تر پولیسو ورسیده نو سمدستي اقدام وکړ او زوم یې ونیوه خو پلار یې، خسرګنې یې، هغه کسان چې د واده دود یې ترسره کړی او د کارت چاپ کوونکي بیا وتښتېدل.

پولیس وایي چې له دوو خویندو سره د واده سربېره بیاهم د للیتا عمر اوولس کاله دی او د واده لپاره لږ تر لږه اتلس کاله عمر شرط دی. دغه راز د واده په مراسمو کې د کورونا څخه د مخنیوي اړوند اصول هم نه دی پرځای شوي، نو ځکه ددې ټولو جرمونو په سبب زوم نیولی دی.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …