کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان: د سني او شیعه ملایانو یو بل ته چېلنج، د حق او باطل معلومولو لپاره اور ته دانګي
سني او شیعه ملایان

پاکستان: د سني او شیعه ملایانو یو بل ته چېلنج، د حق او باطل معلومولو لپاره اور ته دانګي

په پاکستان کې د سني او شیعه ملایانو له لوري یو بل ته چېلنجونه ورکړل شوي دي، چې د خپل خپل ځان د حق معلومولو لپاره به اور ته دانګي، تر څو حق او باطل پکې معلوم شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ګلګت د (مرکزي امامیه کونسل) له خوا یوه خبرپاڼه لاس په لاس کېږي، چې د دوه ملایانو له خوا یو بل ته د چېلنج ورکولو او اور ته د دانګلو خبره پکې شوې ده.

د دې خبرپاڼې په پیل کې د سوره آل عمران ۶۱م ایت اردو ژبې ژباړه لیکل شوې ده او وروسته بیا د مولانا قاضي نثار احمد، چې د ګلګت د جامع جومات امام دی، ته لیکلي دي، چې مناظرې ډېرې شوې دي او د هغه چېلنج ورته قبول دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې اغا سید راحت حسین الحسیني دغه چېلنج ته، چې د حق او باطل معلومولو لپاره به دواړه اور ته دانګي، چېلنج قبول کړی دی او هر څوک چې په اور کې وسوځېده، نو هغه به باطل وي او چې څوک پاتې شو، نو هغه به حق وي.

خبرپاڼه

د سید راحت حسین الحسیني له خوا مولانا قاضي نثار احمد ته لیکل شوي دي، چې د مۍ په ۲۱مه نېټه به د جمعې په ورځ له ماسپښين وروسته درې بجې د ګلګت په پولو لوبغالي کې د لرګيو انتظام کړی وي او هلته به ورته په تمه وي.

دا خبرپاڼه همدا راز د ګلګت بلتستان لومړي وزیر، د داخلې سیکرتر او د پولیسو مشر ته هم لېږل شوې ده، تر څو اور ته د دانګلو پر مهال دوی هم په هغه ځای کې موجود وي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دا خبرپاڼه ډېره لاس په لاس کېږي او د خلکو ترمنځ پرې سخت بحثونه روان دي.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …