کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند: د غوا متیازو باندې د نیوکو له وجې خبریال او مدني فعال نیول شوي
د غوا متیازې

هند: د غوا متیازو باندې د نیوکو له وجې خبریال او مدني فعال نیول شوي

په هند کې هغه خبریال او مدني فعال نیول شوي دي، چې د غوا د متیازو په اړه يې ویلي و، چې  دا د کورونا درملنه نه شي کولای او نور باید د هندي سیاستوالو په سرونو کې دا عقل راغلی وي، چې دا بې ګټې شی دی.

د معلوماتو له مخې، د هند د واکمن ګوند د یو سیاستوال سایکوم ټیکیندر سینګ د کورونا له وجې د مړینې وروسته یو خبریال او مدني فعال په فېسبوک کې پوسټونه کړي، چې باید نور د غوا متیازې د کورونا د درملنې په موخه ونه څښل شي.

دوی لیکلي دي، چې د کورونا درملنه متیازې نه دي، بلکې ساینس او ذهن دی. د غوا خوشايي او متیازې هیچا ته کومه ګټه نه شي رسولی او د دې په اړه دلیلونه ویل بېځایه کار دی.

دوی په خپلو پوسټونو کې د یاد سیاستوال په مړینه غمرازي هم کړې ده، خو د یاد ګوند ځینو کسانو د دواړو په ضد عریضه کړې او دواړه کسان پولیسو نیولي دي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د یاد خبریال او مدني فعال محکمې ته له وړاندې کولو وروسته يې محکمې د پرېښودو امر کړی دی، خو دواړه اوس هم له پولیسو سره بندیان دي او دا معلومات هم نشته، چې د محکمې له حکم وروسته يې اوس بیا هم ولې نه پرېږدي.

د یادولو وړ ده چې د کورونا له خپرېدو وروسته د هند یو شمېر مشهورو سیاستوالو د غوا متیازې او خوشايي د دې درملنه وګڼله او اوس هم ډېر داسې خلک شته، چې د غوا متیازې څښي او خوشايي په ځان موښي، تر څو له کورونا وژغورل شي.

دا هم ولولئ

امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ …