کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ اجراییه رییس په کورونا اخته او بستر دی
حامد شینواری

د کرکټ بورډ اجراییه رییس په کورونا اخته او بستر دی

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر حامد شینواری هم په کورونا ویروس ناروغۍ اخته شوی دی او اوس بستر دی، چې ویل کېږي حالت يې بېرته په ښه کېدو دی.

حامد شینواری چې په دې نږدې ورځو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ټاکل شوی دی، په اړه يې خلک ښه فکر لري او هیله من دي چې د کرکټ بورډ بایللی نوم به بېرته وګټي او همدا راز په اداره کې به سمون راولي.

د معلوماتو له مخې، نوموړی څو ورځې وړاندې په کورونا ویروس ناروغۍ اخته شوی دی، چې اوس هغه بستر دی، خو د تېرو ورځو په پرتله يې اوس حالت ښه دی او لا هم په ښه کېدو دی.

ورزشي خبریال جعفر هاند هم په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړی دی او لیکلي يې دي، چې له حامد شینواري سره يې خبرې وکړې ((مورال يې لوړ و خو ناروغي يې اسانه نه ده.))

د يادولو وړ ده چې پرون په افغانستان کرکټ بورډ کې د ملي لوبډلې لوبغاړو او اداري کارمندانو ته د کورونا ضد واکسین هم شوي دي، چې عکسونه يې د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې خپاره شوي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …