کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستانی هلک چې له عملیاتو وروسته نجلۍ شوه
پاکستانۍ نجلۍ ۳

پاکستانی هلک چې له عملیاتو وروسته نجلۍ شوه

یو پاکستاني هلک عملیات ترسره کړي دي او اوس نجلۍ شوې ده، دوبۍ کې له زده کړو وروسته اوس په پاکستان کې ژوند کوي او د ایان څخه يې اوس خپل نوم شاعره رای ته بدل کړی دی. کله چې نوموړې خپل ځان بدل کړ، نو د خپل پلار کور يې په دوبۍ کې پرېښود او پاکستان ته لاړله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، شاعره رای تېر کال خپل ځان د عملیاتو په مرسته بدل کړی و، چې نوموړې اوس په پاکستان کې ژوند کوي او غواړي چې سندرغاړې شي، خو د کورونا له امله د هغې د سندرو البم تراوسه پورې نه دی خپور شوی.

هغه په خپله یوه مرکه کې وايي، چې له کوچنیوالي تر ځوانۍ پورې يې فکر کاوه چې هغه نجلۍ ده، له دې امله به تر سخت فشار لاندې هم وه، دا پرېکړه يې په اسانۍ نه ده کړې، کله چې د ۲۳ کلونو عمر ته ورسېد، نو پرېکړه يې وکړه چې باید عملیات ترسره کړي.

پاکستانۍ نجلۍ ۲

هغه وايي، چې زه نرښځی نه یم، له کوچنیوالي مې غږ او چلند د نجونو په څېر و او اوس له عملیاتو وروسته زه بشپړه نجلۍ یم. هغه وايي، کله چې مې عملیات وکړل، نو درې میاشتې په خپله کوټه کې بنده وم، هلته مې شاعري کوله، نو ځکه مې خپل نوی نوم هم (شاعره رای) کېښود.

شاعره رای وايي، چې والدین ډېر خواږه وي، هغوی خپل اولاد ته هېڅ هم نه وايي او هر څه په زړه تېروي، خو زه پوهېدم چې زما له وجې هغوی ته درد رسېږي او په ټولنه کې ورته خلک ښه پام نه کوي، نو ځکه مې د خپلو والدینو کور پرېښود او پاکستان ته راغلم، ما په دوبۍ کې زده کړې کړې دي او غواړم چې په پاکستان کې سندرې ووایم.

پاکستانۍ نجلۍ

شاعره رای چې یوه کوچنۍ خور هم لري، وايي، چې اوس یوازې ژوند کوي، ډېر نرښځیان ملګري لري، خو هغه نه غواړي چې واده وکړي، که چېرته يې په راتلونکې کې د واده اراده هم وکړه، نو له هر هلک سره چې يې واده کاوه، هغې ته به د خپل ځان په اړه ټول معلومات لومړی ورکوي.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …