کورپاڼه / روغتيا / د کېنو جوس له څښلو وړاندې په یخچال کې کېږدئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

د کېنو جوس له څښلو وړاندې په یخچال کې کېږدئ او لاندې ګټې ترلاسه کړئ

د کېنو جوس بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو اوسمهال روغتیایي کارپوهانو یې له څښلو وړاندې په یخچال کې د ایښودلو په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې روغتیایي کارپوهان وایي چې که چېرته د کېنو جوس له استعمال څخه وړاندې په یخچال کې کېږدو او یخ ترې جوړ کړو او د څښلو پر وخت یې بېرته مایع حالت ته راولو نو ګټې یې څو برابره ډېرېږي.

زموږ د بدن په جوسو کې د موجودو انټي اکسایدو په جذبولو کې وړتیا ډېروي او په ډېره اغېزمنه توګه زموږ بدن د سرطان او د زړه له ناروغیو ژغوري.

ویل کېږي کله چې د کېنو جوس په یخچال کې کېښودل شي نو روغتیایي توکي یې ټول ټوټه ټوټه کېږي او هضمول یې د بدن لپاره اسانېږي او دغه توکي بیا د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سرطاني ناروغیو مخه نیسي.

د څېړونکې ډلې مشر پاولا ماپیلي وایي چې په جوسو کې د کیروټینایډز په نوم ماده وي چې د سرطاني حجرو مخه نیسي او دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د زړه په ګډون له نورو ناروغیو مو ژغوري.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …