کورپاڼه / خبرونه / د کورونا ضد واکسین وروسته په ګلبدین نایب سخته تبه راغلې
ګلبدین نایب

د کورونا ضد واکسین وروسته په ګلبدین نایب سخته تبه راغلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الراونډر لوبغاړی ګلبدین نایب چې پرون يې د کورونا ضد واکسین کړی و، نن پرې سخته تبه راغلې ده.

پرون افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو او کارمندانو عکسونه خپاره کړي و او لیکلي يې و، چې دوی ته يې د کورونا ضد واکسین لومړنی ډوز د عامې رغتیا وزارت په مرسته وکړ.

په دې لوبغاړو کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او ګلبدین نایب په ګډون ډېر لوبغاړي شامل و، خو نن ګلبدین نایب بیا د دغه واکسین له کولو وروسته يې د اغېز په اړه لیکلي دي.

ګلبدین نایب په یو ټویټ کې چې پروني عکسونه يې هم پکې ریټویټ کړي دي، چې اوس يې سخته تبه ده. هغه همدا راز د تبې ایموجي هم ورسره ورکړې ده.


له ګلبدین پرته بیا بل کوم لوبغاړي په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادولو وړ ده چې د کورونا ضد واکسین له کولو وروسته په ځینو ځینو کسانو باندې سخته تبه یا هم نورې نښې راځي، خو دا د لږ وخت لپاره وي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …