کورپاڼه / جالب / د سعودي عربستان کم عمره لیکوالې خپل نوم د ګنیز په ریکارډونو کې ثبت کړ

د سعودي عربستان کم عمره لیکوالې خپل نوم د ګنیز په ریکارډونو کې ثبت کړ

ټولنیزې رسنۍ هره ورځ د ډېرو داسې راپورونو شاهدې وي چې په اورېدو یا لوستلو یې خلک له حیرانۍ سره مخ کېږي، چې په دې کې یو د ګنیز نړیوال ریکارډونه هم شامل دي.

چې په دې لړ کې د سعودي عربستان یوې انجلۍ د کم عمره لیکوالې ریکارډ په خپل نوم کړی. دغه انجلۍ دولس کاله عمر لري او نوم ریتاج الحازمي دی او د کنیز په نړیوالو ریکارډونه کې یې د ناول د لړۍ د ترټولو کم عمره لیکوالې ریکارډ پخپل نوم کړ.

د سعودي عربستان د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ریتاج الحازمي سږ کال خپل دریم ناول هم خپور کړ او په دوو نورو ناولونو یې کار روان کړی.

د دغې کم عمره لیکوالې لومړنی کتاب (ټریژر اف دی لاسټ سي) او دویم ناول یې (پورټل اف دی هیډن ورلډ) په ۲۰۱۹ کال خپاره شوي ول.

ریتاج الحازمي وایي چې لوی خلک لوی ـ لوی خوبونه ویني، په تمه دې نه پاتې کېږي هر څه چې مو زړه غواړي همدا اوس یې ترسره کړئ.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …