کورپاڼه / جالب / په هند کې د یو سوالګر له کور څخه دومره روپۍ ترلاسه شوي چې خلک یې حیران کړي

په هند کې د یو سوالګر له کور څخه دومره روپۍ ترلاسه شوي چې خلک یې حیران کړي

د هندوستان د اندرا پردیش ایالت د یو فقیر یا سوالګر له کور څخه، چې تېر کال مړ شوی و، یو میلون روپۍ ترلاسه شوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اندرا پردیش سوالګر شریني واساشري چې تېر کال له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ او کله چې یې کور ولټول شو نو یو میلون روپۍ ورڅخه ترلاسه شوې.

ویل کېږي چې دغه سوالګر له ۲۰۰۷ راهیسې په دې کور کې اوسیده، روپۍ یې راټولې او په کور کې پټې ایښودې. رسنۍ وایي دغه سوالګر چې په کوم کور کې اوسیده د یوې موسسې لخوا ورکړل شوی و.

راپور زیاتوي چې له کور څخه دوه بکسونه ترلاسه شوي چې دننه یې په ټول د زرو نوټونه ایښي ول چې ټولې روپۍ له یو میلون سره برابرېږي او یادې موسسې دغه ترلاسه شوې روپۍ پخپل بانک اکونټ کې جمع کړې.

د یادولو وړ ده چې دا لومړۍ پېښه نه ده چې د یو سوالګر له کور څخه په زرګونه روپۍ ترلاسه کېږي، بلکې له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال په همدې ایالت کې د بشیر په نوم د یو سوالګر له کور څخه درې لکه روپۍ ترلاسه شوې وې.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …