کورپاڼه / هنر او کلتور / اریان خان: د افغان ولس لپاره مې د ویاړ او وقار سرود جوړ کړ
اریان خان

اریان خان: د افغان ولس لپاره مې د ویاړ او وقار سرود جوړ کړ

د هېواد مشهور هنرمند اریان خان وايي، چې د افغان ولس لپاره يې د ویاړ او وقار څخه ډک سرود جوړ کړی دی، چې ولس به د هغه د خوشحالۍ غږ د هغه د موسیقۍ په شور کې واوري.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي: دا غږ او اهنګ به زما د خاورې وي، د کمال خان بند د افغانستان شتني او زموږ عزت دی. د وطن د ازادۍ ابادۍ، د سولې ارمان د افغان ولس احساس او خوشحالۍ به زما په غږ کې د موسیقۍ  له شور سره واورئ.

اریان خان له خپلواک وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وویل: ((په لوړه کچه مې یو سرود جوړ کړ، د جوش جذبې ویاړ او وقار لپاره د کمال خان بند چې د افغانستان شتمني او د افغان ولس عزت دی، په دې هنري او ملي حرکت کې غواړم دا رواج کړم چې د ابادۍ او خوشحالۍ لپاره دا ډول سرګرمۍ جوړې شي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((په راتلونکو ورځو کې به په رسمي بڼه دا سرود نندارې ته وړاندې کېږي.)) هغه وايي، چې وطن ورانول ډېر اسانه دي، خو وطن ابادول ډېر ګران کار دی.

د یادولو وړ ده چې اریان خان له دې پرته هم په ډېرو نویو هنري کارونو باندې کار روان کړی دی، چې د هغه په وېنا، ژر به يې ولس ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …