کورپاڼه / خبرونه / د اسټرالیا او انګلستان د ایشیز سیالیو مهالوېش اعلان شو
ایشیز سیالۍ

د اسټرالیا او انګلستان د ایشیز سیالیو مهالوېش اعلان شو

د اسټرالیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ له ډېر پخوا څخه د راروانې لوبلړۍ (ایشیز سیالیو) د ۲۲-۲۰۲۱ کال مهالوېش اعلان شو، چې دا سیالۍ به د دسمبر په میاشت کې پیل شي.

ایشیز سیالۍ نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې سیالۍ دي، بلکې نورو هېوادونو د کرکټ مینه والو لپاره هم دا ډېره په زړه پورې سیالۍ دي.

دا پنځه ټېسټ لوبې به د دسمبر په ۸مه نېټه پیل شي او بیا به د جنورۍ تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د روان کال په پای کې به پیل او د راتلونکي کال په پیل کې به پای ته ورسېږي.

لومړۍ ټېسټ لوبه: د دسمبر په ۸-۱۲ نېټه په ګابا کې ترسره کېږي. دویمه ټېسټ لوبه: د دسمبر په ۱۶-۲۰ نېټه به ډیلیډ کې ترسره کېږي. دریمه ټېسټ لوبه: د دسمبر په ۲۶-۳۰ نېټه په اېم سي جي کې ترسره کېږي. څلورمه ټېسټ لوبه: د جنورۍ په ۵-۹ نېټه په اېس سي جي کې ترسره کېږي او پنځمه ټېسټ لوبه: د جنورۍ په ۱۴-۱۸ نېټه په پرت کې ترسره کېږي.


د دې سره سم بیا د انګلستان او اسټرالیا د ښځینه لوبډل ترمنځ هم د ایشیز سیالیو مهالوېش اعلان شوی دی، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې به دا سیالۍ پيل شي.

خو په دې سیالیو کې بیا یوازینۍ ټېسټ لوبه، د جنورۍ په ۲۷-۳۰ نېټه ترسره کېږي، ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې د فبرورۍ په ۴مه، ۶مه او ۱۰مه نېټه ترسره کېږي او ۳ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې بیا د فبرورۍ په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …