کورپاڼه / هنر او کلتور / ((دا ته څه خورې چې هره ورځ ځوانېږې؟))
نجیبه فېض

((دا ته څه خورې چې هره ورځ ځوانېږې؟))

د پښتو او اردو سریالونو مشهورې اداکارې او د ټلویزیوني خپرونو کوربنې نجیبه فېض خپل تازه عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې د مینه والو له جالبو پوښتنو سره مخ شوي دي.

نجیبه فېض چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره فعاله ده، تازه یې خپل عکسونه په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، چې په دې عکسونو کې يې بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)


نوموړې دا عکسونه پرون خپاره کړي دي، چې که یو خوا ډېرو خلکو لایک کړي او د خوښۍ تبصرې يې پرې کړې دي، نو بلخوا ځینو خلکو پرې نیوکې هم کړې دي او پوښتنې يې هم کړي دي.

د نجیبه فېض دې عکسونو ته د امید خان په نوم یو کس لیکلي دي: ((دا ته څه خورې چې هره ورځ ځوانېږې، ماشا الله.)) چې د همدغه تبصرې لاندې یو بل کس ورته په ځواب کې لیکلي دي، چې که چېرته نجیبه فېض مخامخ ووینئ، نو له اصل نه به خبر شئ، دا جعلي ښکلا ده، چې د فلټرونو په مرسته جوړه شوې دده.

امید خان کمنټ

دا عکسونه تر ۲ زرو څخه زیاتو کسانو لایک کړي دي او ډېرو خلکو يې په تبصرو کې هم ستاینه کړې ده او د هغې د ښکلا صفتونه يې کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Najiba Faiz (@najibafaiz.official)

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …