کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ګوګل هغه پټ فیچر چې ګټې یې ډېرې دي

د ګوګل هغه پټ فیچر چې ګټې یې ډېرې دي

ګوګل کروم د ګوګل له لورې جوړ شوی ویب براوزر دی، چې تقریباً د ټولې نړۍ د انټرنیټ کاروونکې ورڅخه ګټه اخلي.

نن ورځ مو د ګوګل کروم له یو داسې پټ فیچر څخه خبروو چې په مرسته یې د یوټیوب یاهم د کوم بل سرویس ویډیوګانې په هر یو شکل کې د کتو اسانتیا برابروي.

د (ګوبل میډیا د کنترول) په نوم دغه فیچر د براوزر پر یو ټیب کې د ویډیو غږوونکې میوزیک د کنترول لپاره کار کوي او ترڅنګ یې په عکس کې د عکس حالت کنترولوي.

د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه فیسبوک یوه ویډیو پرانیزئ او د ګوبل میډیا د کنترول پر آیکن کلیک وکړئ او بیا د (پکچر ان پکچر) اپشن باندې کلیک وکړئ.

په دې سره به ویډیو د سکرین په یو اړخ کې راڅرګنده شي، چې د ماوس په مرسته یې غټولی یا کوچنۍ کولی شئ. ددې فیچر په استعمال سره اړینه نه ده چې ګوګل کروم پرانیستی پرېږدئ، بلکې ترې ووځئ او نور پروګرامونه وکاروئ نو بیابه هم ویډیو پرانیستي وي.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …