کورپاڼه / روغتيا / سترګې د الله تعالی یوه لویه ډالۍ ده، ساتنه به یې څنګه کوو؟

سترګې د الله تعالی یوه لویه ډالۍ ده، ساتنه به یې څنګه کوو؟

آیا تاسې د سترګو سوخت لرئ؟ که چېرته د ډېر عمر لرونکې یئ نو دا یوه عامه ستونزه ګڼل کېږي. جینټیکي عوامل، پر سترګو فشار، د پوستکي ناروغۍ یاهم ورځني غیر روغتیایي عادتونه د سترګو د سوخت له سببونو څخه شمېرل کېږي. د سترګو لاندې د بادرنګو ایښودل یا د کریمو د استعمال پرځای یې سبب معلومول ډېر ګټور تمامېږي.

د سترګو د سوخت سبب څه کیدلی شي؟

کله چې په بدن کې سوخت ډېر شي نو ورم ورته ویل کېږي. لکه څنګه چې د سترګو د شاوخوا پوستکی په طبیعي ډول نازک وي نو د سوخت سربېره یې د تورېدو خطر هم موجود وي. ځینې خلک د حیرانۍ احساس کوي چې په دې برخه کې مایع ولې راټولېږي او ولې د سوخت سبب کېږي؟ ویل کېږي چې د سترګو د سوخت لامل زموږ خپل عادتونه دي.

  • ډېره مالګه خوړل: له هرڅه وړاندې لومړی د خپلو خوړو مالګه وګورئ، مالګه پخپله په بدن کې مایع راټولوي چې د زړه او سترګو لپاره ښه نه وي او د زړه د حملې او فلج د خطر سبب کېږي نو په ورځ کې له ۲۳۰۰ ملي ګرامو ډېره مالګه مه استعمالوئ.

  • لږې اوبه څښل: کله چې بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي نو سترګې پړسېږي. په حقیقت کې د سترګو شاوخوا د رګونو او اعصابو درلودونکې وي، نو هڅه وکړئ چې په ډېره اندازه اوبه وڅښئ.

  • لږ خوب: کله چې په برابره توګه آرام ونه کړئ نو په سبا ورځ مو د سترګو پر شاوخوا سوخت پیدا کېږي، د شپې لږ تر لږه ۶-۸ ساعته خوب اړین وي.

  • سګریټ څکول: د سګریټ زهرجن مواد د پوستکي ښکلا او حجرې له منځه وړي او د جنیکوټین په نوم ماده یې بدن متحرک ساتي او د خوب د کمښت سبب کېږي.

  • د لمر تېزې وړانګې: د لمر وړانګې د پوستکي هغه حجرو ته زیان رسوي چې پوستکی ښه ساتي نو هڅه وکړئ چې د لمر له وړانګو ځان وساتئ.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …