کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص د کورونا په سبب ونې ته ختلی دی

په هند کې یو شخص د کورونا په سبب ونې ته ختلی دی

کله چې په هندوستان کې د یوې بې وزلې کورنۍ انجینر د کورونا وایروس نتیجه مثبته شوه، نو یوې ونې ته وخوت او همالته کېناست.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د کورونا د دویمې څپې په سبب رامنځته شوی وضیعت ورځ تر ورځې خرابېږي او هره ورځ یې د مړو شمېر تر دوه نیمو زرو کسانو او د کورونا قضیې یې تر زرګونو پورې رسېږي.

که څه هم د کورونا په سبب بې شمېر کسان اغېزمن شوي او ډېر یې له امله د اندیښنې ښکار دي، خو په دې دوران کې داسې کسان هم شته چې یو څه نوي اقدامات کوي او نورو ته د ژوند موقع ورکوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د تلنګانا د ایالت د نلګنډا د ولسوالۍ یو غریب اوسیدونکی رما کانت شیو چې د انجینرۍ محصیل هم دی، د کورونا وایروس نتیجه یې مثبته شوه، چې په سبب یې ټوله کورنۍ د اندیښنې ښکار وګرځیده ځکه چې په کور کې یوه کوټه درلوده او دوی ټول څلور کسان ول.

ډاکترانو رما کانت ته لارښوونه وکړه چې ځان دې کرنتین کړي، چې نوموړي هم بله چاره نه لرله او په حویلۍ کې یوې ونې ته وخوت او هلته یې د اوسیدو لپاره د ځان لپاره ځای جوړ کړ.

ویل کېږي چې دغه ځوان ته خوراک او څښاک د پړي په مرسته ورکوي او هغه خپل وخت په ونه کې تېروي. بل لوري ته د کلي خلک شکایت کوي چې د کورونا ناروغانو ته د کرنتین ځایونه نه لري.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …