کورپاڼه / روغتيا / په اوړي کې د خپرېدونکو ناروغیو څخه باید څه ډول ځان وساتو؟

په اوړي کې د خپرېدونکو ناروغیو څخه باید څه ډول ځان وساتو؟

د اوړي یا ګرمۍ د موسم په راتګ سره يه ماشومانو، ځوانانو او زړو کې د خېټې بې شمېره ناروغۍ زېږیږي، چې بیا د ګرمۍ موسم نور هم سختوي، نو ددې لپاره چې له دې نورو ستونزو ځان وساتو نو باید په یو څو ګټورو لارښوونو عمل وکړو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ګرمۍ په راتګ سره د خېټې ستونزې ډېرېږي ځکه چې په دې موسم کې بکتریاوې او وایروسونه ډېر متحرک کېږي چې د معرکې، بدهضمۍ او د جل وهنې په سبب اشتها ختمېدل او نور ناروغۍ رامنځته کېږي.

له یادو ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره باید ډېرې اوبه استعمال کړو او خپل پاکوالي ته پاملرنه وکړو. روغتیایي کارپوهان وایي چې د معرکې ناروغي د چټلو او ناولو اوبو په سبب رامنځته کېږي او په دې ناروغۍ اخته کسان باید په بشپړه توګه آرام وکړي، ایشول شوې اوبه استعمال کړي او لږه، لږه غذا دې وخوري.

له چایو او نورو توکو باید ډډه وشي او پاکوالي ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. دغه راز د بدهضمۍ ناروغي بیا د چټلو اوبو او د زړو خوراکي توکو سبب رامنځته کېږي. نو که چېرته ددې ناروغۍ پر وخت درملنه ونه شي نو ناروغ شخص خپلې مالګې او اوبه ضایع کوي، نو په دې حالاتو باید د ناروغ شخص اوبه پوره شي.

بل لوري ته روغتیایي کارپوهان وایي چې د ژېړي ناروغي هم د چټلو اوبو په سبب خورېږي او کله چې وایروس د ناروغ بدن ته داخل شي نو څلور اوونۍ وروسته یې په خېټه کې درد، تبه، کانګې، د سترګو او متیازو زېړوالی او سخته کمزوري رامنځته کېږي. نو ددې ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره باید پاکې اوبه استعمال کړو، تازه مېوې او سبزیجات وخورو او د پاکوالي ساتنه وکړو.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …