کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت خپل ځان ایشوریا رای سره ورته ګڼلی

راکي ساونت خپل ځان ایشوریا رای سره ورته ګڼلی

هندي لانجمنې اداکارې او د بیګ باوس د څوارلسم پړاو برخه اخیستونکې راکي ساونت خپل ځان د بالیووډ د مشهورې اداکارې ایشوریا رای سره ورته ګڼلی.

په هند کې د (تاوتی) په نوم طوفان که څه هم له یوې خوا د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی، نو له بلې خوا یې د بالیووډ فلمي ستوري هم خوندي نه دي پرېښي.

په دې اړه راکي ساونت له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په هند لومړی کورونا وایروس تباهي رامنځته کړه او اوس د تاوتی طوفان د ژوند سیستم ګډوډ کړ.

نوموړې وایي چې:((په هند کې هسې هم د اکسیجن کمښت دی او له پاسه یې طوفان زموږ بوټې او ونې ویستلې.)) راکي ساونت د پوښتنې په ډول سره وایي چې موږ به څنګه ژوند اوسو؟ چې خبریال یې په ځواب کې ورته وایي:((خدای غواړي چې موږ له کورونه بهر ونه ځو.))

نوموړې د خبریال په ځواب کې وایي، خدای غواړي چې موږ خپل ګناهونه ومنو او له کورونو ونه وځو. دغه راز د خبرو پرمهال یو شخص غوښتل چې سیلفي عکس ورسره واخلي خو راکي ساونت منع کړ او ورته یې په خندوونکي اندازه وویل چې له لېرې ایشوریا رای ښکارم او له نږدې راکي ساونت نو له لېرې عکس واخله.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …