کورپاڼه / جالب / د غواګانو د رمباړو په کمولو سره د پیسو ګټلو پلان جوړ شوی

د غواګانو د رمباړو په کمولو سره د پیسو ګټلو پلان جوړ شوی

ساینسپوهانو له یوې څېړنې څخه ثابته کړې چې د غواګانو له رمباړو او خوشایو څخه په ډېره اندازه د میتان ګاز خارجېږي چې د چاپیریال لپاره زیانمن ګاز ګڼل کېږي. خو اوسمهال له یو غذایي سپلیمنټ څخه د میتان په کمولو سره د میتان د کریډیټ په پلورلو فکر کېږي.

دا مهال په ټوله نړۍ کې ۱.۴ میلیاردو څخه ډېرې غواګانې شتون لري، چې په نړۍ کې د انساني فعالیتونو څخه خارجیدونکې لس سلنه میتان خارجوي. نو ځکه خو یو انګلستاني شرکت (موټرال) له هوږې او تروشو مېوو څخه غواګانو ته غذا برابره کړې.

ویل کېږي چې دغه غذا له واښو سره ګډېږي او په دې ډول د میتان ګاز اخراج کموي، چژ په اوسط ډول سره په کال کې د یوې غوا په سر یو ټن کاربن ډای اکساید کمېږي.

اوسمهال یاد شرکت د میتان د کاربن کریډیت په توګه استعمالوي. یعنې هغه شرکتونو ته به یې د پیسو په بدل کې ورکړي چې په غیر عادي توګه یې په هوا کې خارجوي او ګټه به یې د فارم څښتنانو او بزګرانو ته هم ورکول کېږي ځکه چې همدوی یې استعمالوي.

ویل کېږي چې په همدې موخه په انګلستان کې د بریډس په نوم فارم کې ۴۴۰ غواګانو ته سپلیمنټ ورکول پیل شوي او دغه سپلیمنټ خېټې ته په تلو سره هغه میکروبونه له منځه وړي چې د میتان سبب کېږي.

د بوسو په خوړلو او هضمولو سره د غواګانو په خېټه کې د میتان ګاز پیدا کېږي چې بیا له رمباړو او خوشایو سره یوځای خارجېږی او په زړه په زړه پورې دا چې په دې غذا سره د غواګانو په شېدو اغېز نه پرېوځي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …