کورپاڼه / روغتيا / هغه ځیرکه پټۍ چې د زخم په صورت کې رنګ بدلوي

هغه ځیرکه پټۍ چې د زخم په صورت کې رنګ بدلوي

له پټۍ څخه موخه دا وي چې پر زخم درمل وساتي او له میکروبونو یې خوندي کړي، خو اوسمهال یوه داسې ځیرکه پټۍ جوړه شوې چې په مرسته یې پر زخم هر ډول میکروبونه معلومولی شي.

دغه پټۍ چې د روډ ایلینډ پوهنتون د ساینسپوهانو لخوا جوړه شوې، کله چې د کوم میکروب په سبب اغېرمن شي نو یو ډول روښنایي خارجوي او د څو شکلونو او جسامت درلودونکې دي.

د ناسور، د شکر زخم یاهم د کومې سختې ناروغۍ په سبب بیا بیا ځلې پټۍ پرانیستل کېږي او زخم کتل کېږي خو دغه ډول کړنه ډېر ځورونکې او د اندیښنې وړ ده.

ددې لپاره یې د کاربن له نینو ټیوب څخه یو نازک جال جوړ کړی او د ډریسنګ پالیمر له عامو رېښو سره جوړه شوې، چې په دې ډول نینوټیوب زخم نه ور دننه کېږي خو له زخم څخه لېرې هم نه وي او مایع خارجوي.

د زخم د خرابېدو په صورت کې یو ډول کیمیاوي مواد خارجېږي چې د میکروب په ډول له سپینو کرویاتو بهر کېږي. کله چې پر کاربن نینوټیوب رڼا واچول شي نو دا کیمیاوي مواد خپل رنګ بدلوي. نو ځکه یوه کوچنۍ آله پر بینډیچ ایښودل کېږي او لاندې پټۍ یې ځلا کوي چې خبرتیا تر ځیرک موبایل پورې رسوي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …