کورپاڼه / خپلواک / د چيس او هوپ د ښې توپوهنې په مټ ويسټ انډيز افغان لوبډله په اسانۍ ماته کړه
ويسټ انډيز او افغانستان

د چيس او هوپ د ښې توپوهنې په مټ ويسټ انډيز افغان لوبډله په اسانۍ ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (۶ نومبر ۲۰۱۹): روسټون چيس او شاى هوپ افغان توپ اچونکي ښه وټکول او د افغانستان له لوري ورکړل شوى هدف يې په ډېرې اسانۍ سره پوره او په لومړۍ لوبه کې يې بنګله دېش لوبډلې ته په ٧ ويکټو بريا ور په برخه کړه.

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن د افغانستان په وخت ماسپښین ۱ بجه د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې پيل شوه.

د افغانستان د پيل توپوهنه ډېره کمزورې وه، چې د پيل توپوهونکي حضرت الله ځاځی په ۹ او جاوېد احمدي په ۵ منډو وسوځېدل، خو رحمت شاه او اکرام علي خېل ذمه واره توپوهنه ترسره کړه او دواړو پنځوسیزې ووهلې چې تر سلو زیاتې منډې ملګرتیا يې وکړه او د افغانستان منډې يې ښه هدف ته ورروانې کړې، خو اکرام علي خېل په تېروتنه خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د اکرام علي خېل او رحمت شاه له سوځېدو وروسته، پرته له اصغر افغان هېڅ لوبغاړي ښه توپوهنه ترسره نه کړای شوه.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵.۲ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې او د ویسټ انډیز لوبډلې ته يې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه. رحمت شاه ۶۱، اکرام علي خېل ۵۸، اصغر افغان ۳۵ او ګلبدین نایب ۱۷ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره جېسن هولډر، روسټون چیس او روماريو شیفیرډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په پيل کې که څه هم د ويسټ انډيز دوه لوبغاړي ايون ليويس او شيمرون هيټماير ژر ژر وسوځېدل، چې ٧ او ٣ منډې يې ترلاسه کړې، خو تر هغه وروسته بيا شاى هوپ او روسټون چيس په مېدان کې ودرېدل او په زړه پورې توپوهنه يې پيل کړه، دواړو په ګډه د افغانستان د ١٩٥ منډو هدف خپلې لوبډلې ته ډېر اسان کړ.ويسټ انډيز ١

ويسټ انډيز په ٤٦.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره او په ٧ ويکټو يې د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه. د دوى له لوري روسټون چيس ٩٤ او شاى هوپ ٧٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره بيا مجيب الرحمان ٢ او نوين الحق ١ ويکټ ترلاسه کړه.

افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ٩مه نېټه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …