کورپاڼه / ليکنې / که غواړئ یو ښه او خوشحاله ژوند ولرئ نو خپل خاوند/میرمنې غوره ملګری وګڼئ

که غواړئ یو ښه او خوشحاله ژوند ولرئ نو خپل خاوند/میرمنې غوره ملګری وګڼئ

ددې لپاره چې ښځه او خاوند یو ښه او خوشحاله ژوند ولري، نو باید یو بل درک کړي او باور ولري. د اسلام مبارک دین د ښځې او خاوند ترمنځ د ښه ژوند لپاره ځینې لارښوونې کړي.

خو د ښځې او خاوند ترمنځ هغه وخت ستونزه را پیدا کېږي کله چې یو بل ته پاملرنه نه کوي، خو ددې ترڅنګ نور سببونه هم شتون لري. نو نن ورځ غواړو چې د کامیاب ګډ ژوند په اړه پټ رازونه څرګند کړو.

له یوې څېړنې ثابته شوې چې خپل خاوند د یو ملګري په څېر ګڼل د ګډ ژوند د پیاوړتیا سبب کېږي. په دې څېړنه کې هغه جوړې شاملې وې چې له پنځلسو څخه ډېر کلونه یې په خوښۍ سره ژوند کاوه.

له دوی څخه پوښتنه وشوه چې د ګډ ژوند د بریا راز په څه کې دی چې ډېرو ورته همدا ځواب ورکړو چې خاوند /میرمنه یې یوه غوره ملګری هم دی. له څېړنې ثابته شوې چې له خاوند/میرمنې سره کلکه ملګرتیا نه یوازې د خوښۍ سبب کېږي بلکې د احساساتي، بدني او دماغي روغتیا لامل هم ګرځي.

له یوې بلې څېړنې موندل شوې چې د ښځې او خاوند ترمنځ ښه ملګرتیا دوس سره نږدې کوي او ډاډ ور بخښي. نو که غواړئ چې ښه او خوشحاله ژوند ولرئ نو خپله میرمن/خاوند یو ښه ملګری وګڼئ.

دا هم ولولئ

افغان پاسپورټ ۲

هغه هېوادونه چې افغانان ورته په ۲۰۲۱ کال کې پرته له وېزې سفر کولاى شي

د هینلي پاسپورټ د تازه درجه بندۍ په اساس د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر …